IQNA

په پاکستان کې د امام حسین (ع) کلتوري مرکز پرانیستل شو(انځورونه)

15:28 - October 25, 2025
د خبر لمبر: 3491914
ایکنا - حسیني مقدس آستان په پاکستان کې د اسلامي یووالي د پیاوړتیا او د بشري اړیکو د زیاتولو لپاره د «امام حسین (ع)» کلتوري مرکز پرانیستی دی.

 ایکنا نیوز  د حسیني آستان د  ارتباطاتو د  مرکزله قوله راپور ارکړی، په پاکستان کې د امام حسین (ع) کلتوري مرکز د «الکوثر» اسلامي پوهنتون په ملګرتیا سریه خپل فعالیت  پیل کړی دی.

د دغه  مرکز د پرانیستلو دستورې  په پاکستان کې د آیت‌الله العظمي سیدعلي سيستاني د استازي  شیخ انور نجفي، له خوا، او د روحانیونو، روڼ اندو ، پوهنتوني استادانو او د ټولنې  د ډيرو پرګنو په پراخ ګډون  سره چې له مختلفو مذهبونو او مکتبونو څخه وو، ترسره شول.

په دې مراسمو کې، د اسلامي مذهبونو  ترمینځ د سوله‌ییزې  ملګرتیا  د اهمیت په اړه د امام حسین (ع) د یووالي او تساهل دعوت څخه  الهام اخستونکې  څېړنیزې مقالې وړاندې شوې.

د حسیني آستان استازی، شیخ علي القرعاوي، په دې مراسمو کې پخپلو خبرو کې ټینګار وکړ: حضرت امام حسین (ع) د امت یووالي او له  تفرقې څخه  د ډډه کونې ته بلنه ورکړې  او کربلا ئې د بشريت او ملتونو ترمنځ د همغږۍ مناره ګرځولې .

په پاکستان کې د آیت‌الله سيستاني استازی ، شیخ انور نجفي، هم د حسیني آستان پلاوي  ته ښه راغلاست ووایه او د دې ادارې د دوامدارو  هڅو له امله چې د مينې او سولې کلتور د نړۍ په  ګوټ ګوټ کې خپروي، قدرداني  وکړه. په دوام کې،د حسینی آستان د بشري مرستو او خدمتونو پروژو په اړه مستند فلمونه نندارې ته وړاندې شول.

د حسیني آستان د رسنیو برخې مشر، استاد عباس الخفاجي،هم په یولړ خبرو کې د دې مرکز د جوړولو  په مناسبت ویاړ څرګند کړ او وې ویلي: دا مرکز به د آستان او د پاکستان د خلکو ترمینځ د کلتوري او رسنیزو اړیکو لپاره یو پل وي.

په  پاکستان کې د حضرت امام حسین (ع) کلتوري مرکز د پرانیستلو مراسم د یوه  مستند فلم په وړاندې کولو کې  چې د حسيني اربعین زیارت او د امام حسین (ع) زائرینو ته وړاندې شوي خدماتو په اړه و، په داسې فضا کې چې له تعامل څخه ډک او پراخ ګډون ؤ، پای ته ورسېدل.

 

 

https://iqna.ir/fa/news/4312566

captcha